کارپوهان: په زرګونو پاکستاني وګړي د سولې شنډولو په موخه د طالبانو په لیکو ور ګډ شوي دي

یو شمېر کارپوهان وايي، د وسلوالو طالبانو په لیکو کې د پاکستاني وګړیو شمېر او تلفات په بې سارې ډول زیات شوي او داسې معلومېږي د طالبانو له منځه پاکستان پلوه وګړي د افغان وژنې په زیاتولو د سولې د سبوتاژ هڅه کوي. 

د کارپوهانو په باور د طالبانو اوسنۍ جګړه بې هوده د او د افغانستان د سیمه ییزو رقيبانو د ګټو له خوندي کولو پرته هیڅ مادي یا معنوي لاسته راوړنه نه لري.

دوی وايي، وسله وال طالبان به د تاوتریخوالي زیاتوالي سره د سولې خبرو کې امتیاز ترلاسه کړي؛ خو د افغانانو له کرکې او نفرت سره به مخ شي.

د وسله والو طالبانو لخوا د جګړې شدت له دې هم ښکاريږي، چې تېرو درېو ورځو کې په هلمند ولایت کې څلور موټر بمب بریدونه شوي، چې تلفات یې هم درلودل.

کارپوهان وایي، جګړو کې د خوشي شویو طالبان بندیانو ګډون دا هم ښيي، چې په جګړو کې وسله وال طالبان هم ډېر وژل کیږي او دوی د جنګیالو د کمښت سره مخ دي.

د جګړو شدت سره سم هره ورځ د لسګونو وسله والو طالبانو مړي هم پاکستان ته وړل کیږي، چې د جنازو اعلانونو یې په ټولنیزو رسنیو کې یوه غوغا جوړه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې دیني مدرسې د اوړي په رخصتۍ دي او له دې مدرسو څخه کمسنه ځوانان آن له جنګي روزنې  پرته افغانستان ته راوستل کېږي چې د افغانستان له اراضي او شرایطو سره د نابلدتیا له امله يې بیرته جنازې لېږدول کېږي.

په دې وروستیو کې ځینې داسې ویډیوګانې هم خپروې شوي چې وژل شوي پاکستاني وګړي او د پاکستان د مطرحو سیاسي ګوندونو غړي پکې د طالبانو عمده قوماندانان او د رهبرۍ په کچه دخیل وګړي ښوول کېږي او دا ثابتوي چې پاکستاني وګړي د طالبانو د جګړو مستقیمه رهبري کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر او ګڼو نورو مدني فعالانو پر ټویټر او ټولنیزو رسنیو دا پوښتنه را پورته کړې چې ولې د سیمې د دواړو غاړو مسلمان او افغان وګړي یو له بله جنګول کېږي؟ دوی د فرضي کرښې پر هغې خوا پرتو قومونو او ولسونو غږ کړی چې د افغان وژنې په دې ناروا جګړه کې د خپلو اولادونو د استثمار او قرباني کېدلو غمه دې وخوري.

علي وزیر ویلي، چې په دې  وروستیو کې له افغان جګړې د ډیرو پاکستانیانو مړي راوړل په دې معنی ده چې د پاکستان د انسانانو د وژلو پالیسي لا هم روانه ده.

د ملي امنیت شورا هم وايي، له تیرو درېو میاشتو راهیسې د طالبانو جګړه ډېره شدیده شوې، چې د ملي امنیتي ځواکونو څخه پرته هره میاشت لسګونه ملکي افغانان د وسله والو طالبانو په بریدونو کې شهیدانیږي.

  • 06 زمری 1399